د سين هوااژانس د خبر له مخې: د چين د بهرنيو چارو وزير مرستيال جانګ مينګ د جنورۍ په ١٨مه نېټه له سعودي عربستان، مصر او ايران څخه د رئيس شي جين پينګ د ليدنو په هکله د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
جانګ مينګ وويل د رئيس شي جين پينګ دغه ليدنې به په روان کال کې د چين په ديپلوماتيکو چارو کې لومړی مهم فعاليت دو چې روان کال د چين او مصر تر منځ د سياسي اړيکو د جوړيدو د ٦٠ مې کاليزې او د چين او عربي هېوادونو تر منځ د سياسي اړيکو د پيل له ٦٠ مې کاليزې سره برابر دی. سعودي عربستان، مصر او ايران په منځني ختيځ کې مهم اغيز لرونکي هېوادونه دي او چين له دغو دريو هېوادونو سره د دوستی او همکارۍ اړيکې لري. د رئيس شي جين پينګ دغه سفرونه د چين او دغو دريو هېوادونو تر منځ د دوستی ټينګولو، د ګډو ګټو په تر لاسه کولو سره د همکارۍ پياوړې تيا او د تمدنونو په هکله د تبادلې په موخه دي.
نوموړي وويل چين به د پرمختګ د انرژۍ، بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ، د سوداګرۍ او پانګونو د اسانتياوو او د هوانوردۍ په شمول په ساحو کې له دغو دريو هېوادونو سره همکارۍ وکړي. رئيس شي جين پينګ به د نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په هکله د دريو هېوادونو له مشرانو سره د نظريو تبادله وکړي او د سيمه ييزې سولې او ثبات د هڅولو لپاره به ګډ کوښښونه وکړي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |