CRI Online

شي جين پينګ د سعودي عربستان په خبري رسنۍ کې يوه ليکنه خپره کړه

cri     (GMT+08:00) 2016-01-18 19:51:19

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ په ١٨مه نېته د سعودي عربستان د رياض په ورځپاڼه کې په ګډ پرمختګ سره د دوستانو جوړول تر عنوان لاندې يوه ليکنه خپره کړه.

رئيس شي جين پينګ په ليکنه کې ليکي سعودي عربستان په روان کال کې زما په ديپلوماتيکو سفرونو کې لومړی تم ځای دی او د چين د دولت رئيس په حيث زما په سفرونو کې لومړی عربي هېواد دی. ٢٠٠٨ کال می د چين د دولت رئيس مرستيال په حيث له سعودي عربستان نه لېدنه وکړه چې ما ته ښې خاطرې ورنه پاتې شوې. له اتو کلونو وروستيو به زه د سعودي عربستان د پاچا په بلنه د سعودي عربستان د خلکو سره د چين د خلکو د دوستو او د دواړو هېوادونو تر منځ د دوستی اړيکو د هيلې په وړلو سره يو ځل بيا دغه هېواد ته سفر وکړم.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای