CRI Online

د چين او عربي هېوادونو د خبري رسنيو همکارۍ فورم په قاهره کې تر سره شو.

cri     (GMT+08:00) 2016-01-19 08:47:06

 

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين او عربي هېوادونو د خبري رسنيو همکارۍ فورم د جنورۍ په ۱۸مه نېټه د مصر په پلازمينه قاهره کې تر سره شو. د چين او عربي هېوادونو د ۴۲ خبري رسنيو مسؤلينو په دغه فورم کې ګډون درلود، برخوالو د چين او عربي هېوادونو د خبري رسنيو د همکاريو او ګډو ګټو نوې زمانې د پرانيستلو په سرليک د نظريو تبادلې وکړې.

د چين د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر مدير جيانګ جيان ګوه وويل، چې د تېرۍ پيړۍ له نيمايي زمانې راهيسې، چين له دوه ويشتو عربي هېوادونو سره رسمي اړيکې ټينګې کړې دي او د ملي ازادۍ، حاکميت او ملي بيا سمسورتيا د ساتلو په بهير کې له عربي هېوادونو څخه يې سياسي ملاتړ او موثرې مرستې ورکړې دي. عربي هېوادونه تل د يو چين پيژندنې پر تګلارې ټينګار کوي او د حاکميت او مرکزي ګټو په برخه کې له چين څخه ملاتړ کوي. په تېرو څو کلونو کې دواړو خواوو د چين او عربي هېوادونو همکارۍ فورم نظام جوړ کړی او په هره ساحه کې يې ښه همکاري، د مهمو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه ښه همغږي درلودلې. ويل کېږي چې د چين او عربي هېوادونو ترمنځ اړيکې د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د همکاريو نمونه ده.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای