د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جنورۍ د ۱۹مې نيټې په سهار د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ځانګړو الوتکو په بدرګې سره له بېجينګ څخه وخوځېد او د سعودي عربستان د پاچا، د مصر او ايران د ولسمشرانو په بلنه به دغو دريو هېوادونو ته رسمي سفر وکړي.
د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو غړي او د مرکزي تګلارو څېړنيز دفتر مشر ښاغلي وانګ هو نينګ، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو غړي، د مرکزي کمېسيون د سکريتريت عمومي منشي او د مرکزي کمېسيون د دفتر مشر ښاغلي لی جان شو او د دولتي شورا غړي يانګ جيې چه په شمول يو لړ لوړ پوړي چارواکي ور سره ملګري دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |