CRI Online

د خلکو ورځپاڼه: په ۲۰۱۶ کال کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ لومړی سفر به د منځني ختيځ سيمې سوله ييز پرمختګ ته زيات قوت ورکړي.

cri     (GMT+08:00) 2016-01-19 10:29:41

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جنورۍ په ۱۹مه نيټه د چين د دولت رئيس له بېجينګ څخه د سعودي عربستان، مصر او ايران په لور ته په خپل رسمي سفر پيل کړ. د خلکو ورځپاڼې په همدې ورځ د يوې ليکنې په خپرولو سره وويل چې په ۲۰۱۶ کال کې د رئيس شي جين پينګ لومړی سفر به د منځني ختيځې سيمې سوله ييز پرمختګ ته زيات قوت ورکړي.

په دغه ليکنه کې ويل شوي چې له پخوا د ورېښمو لارې له امله چين او منځني ختيځه سيمه سره نښلوي. اوس مهال چين او د منځني ختيځ هېوادونه د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ لپاره ګډ کوښښونه کوي، خپل منځي اقتصادي او سوداګريزه همکاري هم په سمسوره توګه پرمختګ کوي او خپل منځي متقابل سياسي باور او ستراتيژيکي همکاري هم روانه ده. له وروستيو دريو کلونو راهيسې رئيس شي جين پينګ په څو دوه اړخيزو يا څو اړخيزو ډګرونو کې د چين او منځني ختيځ ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره زيات خوځنده ځواک برابر کړی دی. نو اوس دوه اړخيزه واقعي همکاري له نوي تاريخي فرصتونو سره مخامخ ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای