د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جنورۍ له ۱۹مې نيټې نه تر ۲۳مې نيټې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به سعودي عربستان، مصر او ايران ته رسمي سفر وکړي. له دې مخکې د منځني ختيځ مسئلې په اړه د چين ځانګړي استازي ګونګ شياو شنګ څرګنده کړه چې د رئيس شي جين پينګ دغه سفر به د چين او مصر ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکو او د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د اړيکو پرمختګ لپاره خورا اهميت ولري.
ښاغلي ګونګ څرګنده کړه چې ۲۰۱۶ کال د چين او مصر ترمنځ او د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ۶۰ کليزې سره برابر دی. د رئيس شي جين پينګ د دغه سفر له لارې به د چين او مصر ترمنځ د اړيکو پر له پسې پرمختګ پرمخبيول شي او په سيمه ييزو او تودو مسئلو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري ژوره شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |