CRI Online

شي جين پينګ له سعودي عربستان څخه په ليدنه پيل وکړ

cri     (GMT+08:00) 2016-01-19 21:03:56

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ په ١٩مه نېټه د ځانګړې الوتکې په وسيله رياض ته ورسيد او له سعودي عربستان څخه يې په ليدنه پيل کړه.

شي جين پينګ د سعودي عربستان خلکو ته نيکي هيلې او سلامونه وړاندې کړل. هغه وويل سعودي عربستان يو لوی عربي او اسلامی هېواد او د شلو هېوادونو د ډلې مهم غړی هم دی. د چين او سعودي عربستان تر منځ د سياسي اړيکو له جوړېدو راهيسی د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکو ډېر پرمختګونه کړي دي. زه به د ليدنې په ترڅ کې د دوه اړخيزو اړيکو او د ګډو علاقو وړ نړيوالو او سيمه يزو مسئلو په هکله د سعودي عربستان له پاچا سلمان بن عبدلعزيز السعود سره د نظريو تبادله وکړم. باور لرم چې دغه سفر به بريالی وي چې په بېلا بېلو ساحو کې د چين او سعودي عربستان تر منځ د همکارۍ د ټينګتيا او د چين او د خليج د همکارۍ کميټې د غړيو تر منځ د همکارۍ ژورتيا لپاره ګټور وي.

شي جين پينګ به له سعودي عربستان څخه له ليدنې وروسته ايران ته سفر وکړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای