د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په رياض کې د سعودي عربستان له پاچا سليمان بن عبدالعزيز سره خبرې اترې وکړې. دواړو مشرانو د ګډې علاقې وړ نړيوالو او سيمه ييزو موضوعاتو په هکله د نظريو تبادلې وکړې او د دواړو هېوادونو تر منځ د هراړخيزو ستراتيژيکو اړيکو د ټينګېدو اعلان يې وکړ.
رئيس شي جين پينګ وويل، چين او سعودي عربستان دواړه لرغوني هېوادونه دي، چين غواړي له سعودي عربستان سره يو ځای يو له بل څخه زده کړه وکړي او په ګډه پرمختګ ومومي. د دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتيژيکو اړيکو په ټينګېدو سره به د دواړو خواوو متقابل باور پياوړی شي او په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې به د دواړو خواوو ګډې ګټې پراخې شي.
پاچا سليمان وويل، د سعودي عربستان او چين تر منځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له ٢٦ کلونو راهيسې، دغو اړيکو ثابت پرمختګ کړی او کوي يې. سعودي عربستان غواړي د سوداګرۍ، پانګونې، انرژۍ، ښوونې او تکنالوژۍ په برخو کې له چين سره همکاري پياوړې کړي. د دواړو خواوو ستراتيژيکې اړيکې به د دواړو هېوادونو وګړيو ته زياتې ګټې ورسوي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |