CRI Online

شي جين پينګ د مصر په الاهرام ويبپاڼه کې يوه مقاله خپره کړه

cri     (GMT+08:00) 2016-01-20 09:20:33

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جنورۍ په نولسمه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له مصر څخه د ليدنې په وخت کې د دې هېواد د الاهرام په نوم ويبپاڼه کې په خپل قلم يوه مقاله خپره کړه چې عنوان يې و، د چين او عربي هېوادونو تر منځ دوستي دې تل وي.

رئيس شي په دې مقاله کې ليکلي، دا د چين د دولت رئيس دندې پر غاړه له اخيستلو وروسته له منځنی ختيځ او عربي هېوادونو څخه زما لومړی ليدنه ده او هم په ٢٠١٦ کال کې زما لومړۍ ليدنه ده. هيله من يم چې دغه سفر به له دوستۍ، همکارۍ او ګډو ګټو څخه ډک وي.

مصر لومړی عربي هېواد دی چې له چين سره يې ډيپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړې دي. د ٢٠١٤ کال له پای راهيسې مې د مصر له ولسمشر عبدالفتح السيسي سره په بېجينګ کې دوه ځلې ملاقاتونه کړي، او پرېکړه مو کړې چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې هراړخيزو ستراتيژيکو اړيکو ته لوړې کړو.

د چين او مصر تر منځ اړيکې د چين او عربي هېوادونو د اړيکو پيل دی، له ٦٠ کلونو راهيسې، د چين او عربي هېوادونو تر منځ اړيکو ستر پرمختګ موندلی تر اوسه  اتو عربي هېوادونو له چين سره هراړخيزې ستراتيژيکې اړيکې ټينګې کړې دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای