د سين هوا اژانس د خبر له مخې د روانې مياشتې په ١٩ نېټه د چين ددولت رئيس شي جين پينګ په رياض کې د خليج د عربي هيوادونو د همکارۍ کميټې له سرمنشي عبدال لطيف الظاياني سره وکتل.
شي جين پينګ وويل چې دغه سازمان د خليج سيمې ترټولو اغېزمن او فعال سازمان دی. ٣٥ کلونو راهيسي چين له دی سازمان سره اړيکې ډيرې نږدی شوې او دواړه خواوې د همکارۍ او پرمختګ پراخ بنسټ او روښانه اينده لري. چين غواړي د وريښمو لارې د اقتصادي کمربند او سمندري لارې په ابادولو سره له دغه سازمان سره د ګډو ګټو همکاري پياوړې کړي.
ظاياني وويل چې دغه کميټه له چين سره ډيرې ښې اړيکې لري او غړي هيوادونه يی موافقه کوي چې له چين سره نږدی اړيکې وساتي او ادعا کوي چې له چين سره اړيکې په ستراتيژيکې دوستانه ځانګړی اړيکې لوړې کړي او خپلمنځي سياسي متقابل باور پياوړی کړي.
_زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |