د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جنورۍ په نولسمه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په رياض کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان له سرمنشي اياد امين مدني سره خبرې اترې وکړې.
رئيس شي دې ته اشاره وکړه چې چين له اسلامي هېوادونو سره عنعنوي دوستي لري. د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د دغو هېوادونو د يووالي نښه ده او په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې ځانګړی رول لوبوي او د اسلامي هېوادونو د همکارۍ هڅولو لپاره يې مهم خدمتونه کړي او کوي يې. د چين او اسلامي هېوادونو تر منځ دوستانه همکارۍ څه دپاسه ٤٠ کاله دوام لري. چين د دې سازمان هر کلی کوي چې د چين او اسلامي هېوادونو تر منځ د همکارۍ د هڅولو لپاره لا زيات فعال رول ولوبوي.
ښاغلي اياد وويل، د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان له چين سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او د منځني ختيځ مسئلې په اړه د عادلانه دريځ د غوره کولو په هکله له چين څخه مننه کوي. چين په نړيواله ټولنه کې ډېر اغېز لرونکی هېواد دی، دغه سازمان هيله من دی چې چين د منځني ختيځ او افريقا په چارو کې لا زيات رول ولوبوي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |