د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د سوداګرۍ وزارت او د مصر سوداګرۍ او صنايعو وزارت د جنورۍ په نولسمه نېټه په قاهره کې د دواړو هېوادونو د تصديو لخوا د همکاريز تړون د لاسليک مراسم ترسره کړل. د دواړو خواوو تصديو د شپېتو مليونو او څلور لکو امريکايي ډالرو په ارزښت دوولس سوداګريز تړونونه لاسليک کړل.
دغه سوداګريز تړونونه د ميوو، طبي تجهيزاتو او کيمياوي توکيو صنايعو سره اړه لري.
د چين د سوداګرۍ وزارت د بهرنيو معاملو ادارې مرستيال مشر وانګ دونګ تانګ وويل، چين او مصر يو د بل مهم سوداګريز همکاران دي. هغه هيله وښودله چې د دواړو هېوادونو تصدۍ خپلمنځي تفاهم پياوړی کړي او د همکارۍ پيمانه لا نوره پراخه کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |