CRI Online

د چين او سعودي عربستان مشرانو پريکړه وکړه چې د دوه اړخيزو اړيکو د لارښوونې جګ پوړې کميټه جوړه کړي

cri     (GMT+08:00) 2016-01-20 20:37:16

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي چې د دولت رئيس شي جين پينګ په ملګړتيا له سعودي عربستان څخه يې ليدنه وکړه، د جنورۍ په ٢٠مه نېټه د سعودي عربستان د بهرنيو چارو له وزير اديل ال جوبير سره کتنه وکړه.

د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو وويل د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدلعزيز السعود موافقه وکړه چې د دواړو هېوادونو جګ پوړې کميټه جوړه کړي چې په بېلا بېلو ساحو کې د دواړو خواوو تر منځ د همکارۍ لارښوونه وکړي.

وانګ يي وويل د دواړو هېوادونو د جګ پوړې کميټې جوړول له سعودي عربستان څخه د رئيس شي جين پينګ د ليدنې يو مهم برياليتوب او د دواړو هېوادونو تر منځ د هراړخيزې ستراتيژيکې دوستی د جوړېدو يو مهم ګام هم دی. دواړه خواوې به د جګ پوړې کميټې په لارښوونه په بېلا بېلو ساحو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي. د چين او سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزارتونه به د دغې کميټې د جوړېدو په هکله سلامشورې وکړي او د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډې نظريې به عملي کړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای