د سين هوااژانس د خبر له مخې: د نننی چين په نوم مجلې د جنورۍ په ٢٠مه نېټه د چين او مصر تر منځ د سياسي اړيکو د جوړېدو د ٦٠مې کاليزې د يادونې لپاره په عربي ژبې ځانګړې ګڼه خپره کړه چې د مصر په قاهره کې د خپريدو مراسم تر سره شول. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د مصر ولسمشر عبدل فتاح السيسي په جلا جلا ډول د دغې مجلې لپاره ويناوې وکړې.
شي جين پينګ په وينا کې وويل زه به له ښکلی مصر څخه ليدنه وکړم. په دې وخت کې زه د نننی چين په نوم د مجلې له لارې د مصر خلکو ته نيکي هيلې او سلامونه وړاندی کوم.
د مصر ولسمشر السيسي په خپله وينا کې مصر ته د شي جين پينګ د سفر هرکلی څرګند کړ. هغه وويل مصر له چين سره ټينګې اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او هيله لري چې دغه اړيکې په بېلا بېلو ساحو کې دوامدارې وي.
د نننی چين په نوم مجله د عربي ژبې ګڼه د چين د بهرنيو ژبو ادارې له خوا اداره کېږي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |