CRI Online

شي جين پينګ له مصر څخه رسمي ليدنه پيل کړه

cri     (GMT+08:00) 2016-01-21 09:07:08

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جنورۍ په شلمه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مصر پلازمينې قاهرې ته ورسيد او له مصر څخه يې رسمي ليدنه پيل کړه.

شي جين پينګ وويل،چې چين او مصر د نړۍ متمدن لرغوني هېوادونه دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي اوږد تاريخ لري. د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو له ټينګېدو راهيسې دواړو هېوادونو پر متقابل درناوي،اعتماد او ملاتړ ټينګار کړی او خپلمنځي اړيکې يې په سالمه او ثابته توګه پرمخ وړي. هيله من يم چې د مصر له ولسمشر عبدالفتح السيسي او نورو چارواکو سره د دوه اړخيزو اړيکو او د ګډې علاقې وړ موضوعاتو په هکله بحثونه وکړم او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ودې لپاره پلان جوړ کړم ترڅو خپلمنځي هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې لا پياوړې شي.

مصر منځني ختيځ ته د شي جين پينګ د روان سفر دوهم هدف دی او له دې هېواد څخه د ليدنې له پای ته رسېدو وروسته به شي جين پينګ له ايران څخه رسمي ليدنه وکړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای