CRI Online

شي جين پينګ او سليمان بن عبدالعزيز د چين او سعودي د يانبو نفتو تصفيه خانې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2016-01-21 09:27:51

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جنورۍ په شلمه نېته د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د سعودي عربستان پاچا سليمان بن عبدالعزيز په ګډه سره د چين او سعودي د يانبو نفتو تصفيې خانې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ.

دواړو مشرانو د نوموړې تصفيه خانې په اړه جوړه شوې ويډيو وکتله اوپه ګډه سره يې د دغې تصفيه خانې پرانيستونکی بټن کېکاږه.

شي جين پينګ وويل، چې د انرژۍ په برخه کې د چين او سعودي عربستان ترمنځ همکارۍ د دواړو هېوادونو وګړيو ته رښتينې ګټې رسولې دي. د چين او سعودي د يانبو نفتو تصفيه خانې پروژه نه يوازې د سعودي عربستان د اقتصاد او انرژۍ د ودې له ستراتيژۍ سره ، بلکې د د يوه کمربند او يوې لارې ستراتيژي تر چوکاټ لاندې د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ له اصولو سره هم سمون خوري. د دواړو هېوادونو ترمنځ ډېرې همکاريزې پروژې شتون لري او دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکو د ژورتيا لپاره ډېرې ګټې ولري.

په سعودي عربستان کې د يانبو نفتو تصفيه خانه د چين لومړی لويه پانګيزه پروژه ده. (زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای