CRI Online

د چين او د سعودي عربستان په ګډون د خليج سيمې د هېوادونو تر منځ د انرژۍهمکارۍ فورم تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2016-01-21 09:49:01

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين او د سعودي عربستان په ګډون د خليج سيمې د هېوادونو تر منځ د انرژۍ همکارۍ فورم سعودي عربستان ته د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سفر په ترڅ کې د دغه هېواد په پلازمينه رياض کې تر سره شو. د چين او سعودي عربستان کارپوهانو په دې فورم کې ګډون کړی دی.

د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ د نړيوال اقتصاد او سياست څېړنيز انسټيټوټ مشر جانګ يوو يان په دې فورم کې سعودي عربستان ته د شي جين پينګ سفر د مهم اهميت په اړه وينا وکړه او و يې ويل، چين او سعودي عربستان دې د نفتو مسلک پر بنسټ نژدې تجارتي اړيکې ټينګې کړي. د حکومتي يا ملکي سازمانونو پر بنست د چين او سعودي عربستان تر منځ همکاري ډېر مهم اهميت لري.

د نړيوالو سازمانونو او سعودي عربستان کارپوهانو د چين د اقتصادي پرمختګ د أيندې، د چين د انرژۍ پاليسۍ، منځني ختيځ او سعودي عربستان کې د چين د يوه کمربند او يوې لارې د اَبادولو پاليسۍ د اغيزې په اړه خبرې اترې کړې دي او ډېری کارپوهانو دې ته دې ته اشاره کړې چې چين به د نړيوال اقتصاد ادارې او د انرژۍ د نړيوال بازار د پرمختګ په ساحه کې مهم رول ولوبوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای