CRI Online

شي جين پينګ د مصر له ولسمشر عبدالفتح السيسي او صدراعظم شريف اسمعېل سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2016-01-21 14:25:03

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، پر ځايي وخت د جنورۍ د شلمې نېټې په شپه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په قاهره کې په جلاجلا توګه د مصر له ولسمشر عبدالفتح السيسي او صدراعظم شريف اسمعېل سره وکتل.

رئيس شي جين پينګ له السيسي سره د کتنې په ترڅ کې وويل، چې چين او مصر يو د بل اعتباري ملګري دي. چين د مصر له هغو هڅو څخه ملاتړ کوي چې د خپل ثبات، اقتصادي ودې او د خلکو د ژوند د ښوالي په موخه ترسره کوي او پدې خوښ دی چې مصر په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې زيات رول ولوبوي. چين به له مصر سره يوځای د ګډو ګټو پر بنسټ دعادلانه او مناسب نړيوال نظام د ټينګولو لپاره هڅې وکړي. دواړه هېوادونه دې خپلمنځي دوستي وساتي ترڅو خلک د دغو اړيکو د ودې له نعمت څخه برخمن شي.

السيسي وويل، له شپېتو کلونو راهيسې د مصر او چين ترمنځ اړيکې په ثابته توګه پرمخ روانې دي. مصر به د چين د پرمختګ له تجربې څخه زده کړه وکړي او په بېلابېلو برخو کې به خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي، ترڅو خپلمنځي ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې په هراړخيزه توګه پياوړې شي.

له اسمعېل سره د کتنې په ترڅ کې شي جين پينګ وويل، د چين او مصر ترمنځ د اړيکو لرليد پراخ ښکاري. دواړه هېوادونه دې د يوه کمربند او يوې لارې ستراتيژۍ تر چوکاټ لاندې خپلمنځي همکارۍ چټکې کړي ترڅو ژرترژره لاسته راوړنې ولري. سږکال د چين او مصر ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له شپېتمې کاليزې سره برابر دی. دواړه هېوادونه به د کلتوري کال په نوم فعاليتونه ترسره کړي، دغه راز د ځوانانو ترمنځ تبادلې، سيلانيزې چارې او خپلمنځي کلتوري همکارۍهم بايد پياوړې کړي.

اسمعېل وويل، مصر د دواړو هېوادونو ترمنځ لرغوني دوستۍ ته په درنه سترګه ګوري او غواړي خپلمنځي همکارۍ ژورې کړي. مصر به د يوه کمربند او يوې لارې ستراتيژۍ په اړوندو همکاريزو پروژو کې ګډون وکړي او د م م په شمول زياتو څو اړخيزو مواردو کې به خپلمنځي همغږي پياوړې کړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای