د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د ولسمشرۍ دفتر مشر محمد نهاونديان د جنورۍ په شلمه نېټه په داووس فورم کې وويل، د بنديزونو له لغوه کېدو وروسته به د ايران د اقتصادي پرمختګ د زياتوالي انډوال له پنځه سلنې څخه هم واوړي.
هغه په همدې ورځ د داووس فورم په يوه ځانګړې غونډه کې وويل، د اقتصادي بنديزونو له لغوه کېدو وروسته، ايران کولی شي چې د شتمنو ذخيرو څخه په استفادې پر لا زياتو پروژو پانګونه وکړي، برسيره پر دې، لا زياتې بهرنۍ پانګې به د ايران پر پروژو ولګول شي. اوس د بازاري چاپيريال د ښه والي او د اقتصادي اصلاحاتو د پرمخ وړلو په غرض د حکومت کوښښونه روان دي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |