CRI Online

شي جين پينګ د عرب ليګ په مقر کې مهمه وينا وکړه

cri     (GMT+08:00) 2016-01-22 09:03:40

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جنورۍ په يوويشتمه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په قاهره کې د عرب ليګ په مقر کې يوه مهمه وينا وکړه چې عنوان يې و، په ګډه دې د چين او عربي هېوادونو د اړيکو ښه راتلونکی جوړ شي.

رئيس شي په خپله وينا کې پر دې ټينګار وکړ، د فلسطينيانو د قانوني حقونو ساتل د نړيوالې ټولنې ګډه دنده ده. د فلسطين مسئله په منځني ختيځ کې د سولې د عملي کېدو لپاره بنسټيزه موضوع ده.

شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه،اوس د انرژۍ، بنسټيزو تاسيساتو،اقتصاد او سوداګرۍ په برخو کې د چين او عربي هېوادونو تر منځ همکارۍ ابتدايي برياليتوبونه تر لاسه کړيدي. دواړه خواوې بايد په راتلونکو پنځو کلونو کې د يوه کمربند او يوې لارې د جوړولو فرصت په کارولو سره په منځني ختيځ کې د سولې جوړونکې ، د دې سيمې د پرمختګ هڅونکې او د ثبات ساتونکې وګرځي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای