د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جنورۍ په يوويشتمه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په قاهره کې د مصر له ولسمشر عبدالفتح السيسي سره خبرې اترې وکړې.
رئيس پر دې ټينګار وکړ، د چين او مصر تر منځ د اړيکو د ټينګېدو له شپېتو کلونو راهيسې، د دواړو هېوادونو اړيکې له بېلا بېلو ننګونو څخه تېرې شوې دي. چين له مصر سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او د دې هېواد د پرمختګ او ثبات د عملي کېدو په اړه د مصريانو له کوښښونو څخه ملاتړ کوي. مصر ته زما د سفر سره هممهاله به دواړه خواوې د خپلمنځيو ستراتيژيکو اړيکو د پياوړتيا په اړه يو ګډ پروګرام خپور کړي او په بېلا بېلو برخو کې به خپلمنځي همکاري ترتيب کړي.
ښاغلي السيسی وويل، مصر ته د رئيس شي جين پينګ د دغه سفر په اثر به د دواړو هېوادونو همکاريزې اړيکې ډېرې وهڅول شي. مصر غواړي په بېلا بېلو برخو کې له چين سره نږدې همکاري وکړي او د چيني تصديو هر کلی کوي چې په مصر کې پانګونه وکړي. مصر غواړي د چين او افريقا د همکاريز فورم په چوکاټ کې له چين سره نږدې همکارۍ وکړي.
رئيس شي او ښاغلي السيسي تر خبرو اترو وروسته د دواړو خواوو ترمنځ د يو لړ همکاريزو تړونونو د لاسليک په مراسمو کې ګډون وکړ. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |