د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ په يوويشتمه نېټه د مصر له ولسمشر عبدالفتح السيسي سره د چين او مصر د اړيکو د ټينګېدو د شپېتمې کاليزې په نمانځغونډه او د ٢٠١٦ کال د چين او مصر د کولتوري کال فعاليت په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ.
رئيس شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه، چين او مصر دواړه لرغوني هېوادونه دي، موږ بايد د هنر او کلتور په برخه کې خپلمنځي تبادلې پياوړې کړو تر څو د دواړو هېوادونو د وګړيو تر منځ دوستي لا نوره نږدې شي.
السيسي وويل، په دغو فعاليتونو کې د رئيس شي ګډون له مصر څخه ستر ملاتړ دی. مصر غواړي تل د چين صادقانه همکار وګرځي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |