CRI Online

شي جين پينګ د عرب ليګ له سرمنشي سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2016-01-22 09:48:30

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جنورۍ په يوويشتمه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په قاهره کې د عرب ليګ له سرمنشي نابير العربي سره وکتل.

رئيس شي دې ته اشاره وکړه، سږ کال د چين او عربي هېوادونو تر منځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له شپېتمې ماليزې سره برابر دی، په تېرو ٦٠ کلونو کې د دواړو خواوو تر منځ اړيکو ستر پرمختګ موندلی او په بېلا بېلو برخو کې د دواړو خواوو تر منځ همکاريو ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. عرب ليګ يوه مهم سيمه ييز سازمان دی چې په سيمه ييزو او نړيوالو چارو کې مهم رول لوبوي. چين غواړي له عرب ليګ سره اړيکې لا نورې ټينګې کړي.

ښاغلي عربي وويل، چين تل له پرمختيايي هېوادونو څخه ملاتړ کړی او کوي يې. ټول عربي هېوادونه له چين څخه مننه کوي چې د عربي هېوادونو له پرمختګ په تېره بيا له فلسطين څخه يې ډېر ملاتړ کړی او کوي يې. عرب ليګ غواړي د سياست او اقتصاد په شمول د ځينو مسئلو او د نړيوالو موضوعاتو په هکله له چين سره نږدې همکاري وکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای