CRI Online

د شي جين پينګ ليکنه د ايرانيانو لخوا ډېره وستايله شوه

cri     (GMT+08:00) 2016-01-22 15:25:35

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ په ٢١ مه نېټه د ايران په نوم ورځپاڼه کې د چين او ايران ترمنځ د اړيکو د ښه لرليد د جوړولو تر عنوان لاندې يوه ليکنه خپره کړه چې د ايرانيانو لخوا ډېره وستايله شوه.

د مهر نيوز اژانس يوه چارواکي وويل، چې شي جين پينګ په ليکنه کې د چين او ايران ترمنځ د اړيکو تاريخ ته کتنه کړې، ايرانيان د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پياوړتيا ته سترګې په لار دي . په تېرو څو کلونو کې ايران د لويديځ له اقتصادي بنديزونو او د نړيوالې ټولنې له ګوښه کېدو سره مخامخ و، خو چين خپل زوړ ملګری نه يوازې پرېنښود، بلکې په سياسي، اقتصادي او کلتوري برخو کې يې ايران ته مرستې هم برابرې کړې دي. ايرانيان به هيڅکله دغه دوستي چې له ستونزو څخه وتلې ده هيره نه کړي.

د ايران او چين ترمنځ د سوداګرۍ ټولنې رئيس اسدالله وويل، چې شي جين پينګ په ليکنه کې د يوه کمربند او يوې لارې د ابادولو پلان معرفي کړی او دغه پلان د ايراني او چيني سوداګرو لخوا د خوښې وړ ګرځيدلی دی. باور لرم چې د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ راکړې ورکړې زياتې شي او خلکو ته به رښتينې ګټې ورسول شي.

د تهران پوهنتون د سياست څانګې پروفيسر زيبملام وويل،چې شي جين پينګ په خپله ليکنه کې داسې ليکلي چې ايران او چين به خپلنځي اړيکې هراړخيزو ستراتيژيکي همکاريزو اړيکو ته لوړې کړي او خپلمنځي سياسي اعتماد به پياوړی کړي، دغه راز په څو اړخيز چوکاټ کې به خپلمنځي همکارۍ نورې هم ژورې کړي. باور لرم چې د ګډو هڅو له لارې به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې لانژدې شي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای