CRI Online

شي جين پينګ د عرب ليګ په مقر کې د منځني ختيځ په اړه د چين تګلارې معرفي کړې

cri     (GMT+08:00) 2016-01-22 15:50:10

د جنورۍ په ٢١مه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مصر په پلازمينه قاهره کې د عرب ليګ په مقر کې يوه وينا وکړه او د خپلو خبرو په ترڅ کې يې د منځني ختيځ په اړه د چين تګلارې معرفي کړې. ده وويل، چين غواړي د منځني ختيځ د سولې جوړونکی، د منځني ختيځ د پرمختګ هڅوونکی، د منځني ختيځ د صنعتي کېدو مرسته کوونکی، د منځني ختيځ د ثبات پلوي او د منځني ختيځ همکار وګرځي. اوس مهرباني وکړئ په دې هکله د سي ار ای ځانګړی رپوټ واورئ.

د جنورۍ د ٢١ مې نېټې په ماسپښين د عرب ليګ سرمنشي نبيل العربي، د مصر صدراعظم اسمعيل، په عرب ليګ کې د بېلابېلو هېوادونو استازي، د عرب ليګ کارکوونکي او د مصر د چارواکو په شمول څه باندې ٢٠٠ تنه د عرب ليګ په مقر کې راغونډ شوي وو او هلته يې د منځني ختيځ په اړه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ وينا واوريده.

(( منځني ختيځ غني ځمکه لري، خو د افسوس خبره دا ده چې دغه ځمکه لاتراوسه له جګړې او شخړې څخه نه ده وتلې. د شخړو او غمونو کمول او د ارامۍ او حرمت ترلاسه کول د منځني ختيځ د وګړيو هيله ده. په منځني ختيځ کې اميدشته دی، بېلابېلې خواوې دې د مخامخ خبرو اترو او پرمختګ د غوښتلو په لور اميد ولټوي.))

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه، چې توپيرونه دې د خبرو اترو له لارې حل شي، ستونزې دې د ودې د چټکولو له لارې لېرې شي او د پرمختګ لاره دې د هېواد له حالاتو سره سمون ولري.

(( د يوه هېواد د پرمختګ لاره يوازې د دغه هېواد د خلکو لخوا د خپل تاريخ، کلتور او اقتصادي او ټوليزې ودې د سويې له مخې ټاکل کيږي.))

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ، چې د فلسطين مسئله د منځني ختيځ د سولې لپاره منشا ده، د دغې مسئلې د حل په موخه نړيواله ټولنه دې نه يوازې د خبرو اترو د بيا پيل لپاره هڅې وکړي او سوله ييز تړون دې پلې کړي ، بلکې عدالت او انصاف دې هم په نظر کې ولري او پر دغو دواړو ټکو دې ټينګار وشي.

((چين به د فلسطينيانو د ژوند د ښوالي په موخه دغه هېواد ته پنځوس مليونه ژن مين بي يوانه ورکړي او په دې هېواد کې به د لمريزې انرژۍ د بريښنا کوټ د جوړولو لپاره مرسته برابر کړي.))

په همدې ورځ د شي جين پينګ وينا څو څو ځلې په تودو چکچکو بدرګه شوه. شي جين پينګ نه يوازې د منځني ختيځ دکړکېچ يادونه وکړه ، بلکې د دغې سيمې په اړه يې د چين تفصيلي ګامونه هم په دې ډول،چين به په راتلونکو پنځو کلونو کې د يوه کمربند او يوې لارې ابادولو ته لومړيتوب ورکړي، چين به د منځني ختيځ د سولې د جوړونکي، د منځني ختيځ د پرمختګ د هڅوونکي، د منځني ختيځ د صنعتي کېدو په برخه کې د مرسته کوونکي، د منځني ختيځ د ثبات پلوي او همکار په توګه رول ولوبوي.

((د منځني ختيځ په اړه د چين تګلارې له عادلانه او برابر اصولو سره سم او د د منځني ختيځ د وګړيو د بنسټيزو ګټو د ساتلو پر بنسټ دي. چين په منځني ختيځ کې نيابت نه، بلکې سوله ييزې خبرې اترې غواړي، دغه راز په کومه برخه کې واکمني نه غواړي، بلکې د يوه کمربند او يوې لارې په لويه دوستانه دايره کې د بېلابېلو خواوو د شاملېدو هرکلی کوي او د ګټو د شريک کولو لپاره هڅه کوي.))

شي جين پينګ همدارنګه زياته کړه، چې چين به له عربي هېوادونو سره د نفتو، پورونو او پروژو په برخه کې خپلمنځي همکارۍ ته نوې لاره ولټوي، د منځني ختيځ د صنعتي مرکز په جوړولو کې به ګډون وکړي، د سويز د اقتصادي او سوداګريزې همکاريزې سيمې ابادولو ته به لومړيتوب ورکړي، د چين او عربو ترمنځ د علمي همکارۍ پلانبه پلی کړي او د چين او عربو ترمنځ د بې دو همکاريز فورم ترسره کړي.

د عرب ليګ سرمنشي نبيل العربي په دقت سره د شي جين پينګ وينا واوريدله او ويې ويل، چې د رئيس شي جين پينګ روان سفر به د چين او عربي هېوادونو ترمنځ سياسي اړيکې لاپياوړې کړي.

((محترم رئيس صيب، تاسې د سيمې په وړاندې په ننګونو او خطرونو ښه پوهيږئ، عربي هېوادونه د چين ملاتړ غواړي، په تېره بيا د فلسطين د مسئلې په برخه کې ټول عربي هېوادونه د چين د دريځونو او نظرونو پلوي کوي. د ٢٠١٤ کال د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په فورم کې تاسو د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکو لرليد انځور کړی او اوس تاسو خپلې ژمنې عملي کړې دي. يوځل بيا د عرب ليګ مقر ته ښه راغلاست درته وايم او ستا سفر به د عربي نړۍ او چين ترمنځ همکارۍ ته نوې لاره پيدا کړي.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای