د سين هوا اژانس د خبر له مخې، پر ځايي وخت د جنورۍ د دوه ويشتمې نېټې د شپې په نهو بجو لسو دقيقو، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ځانګړې الوتکې له لارې د ايران پلازمينه تهران ته ورسېد او له دې هېواد څخه يې په خپله رسمي ليدنه پيل وکړ. د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف په شمول ځينو ايراني چارواکو په هوايي ډګر کې د رئيس شي جين پينګ هر کلی وکړ.
رئيس شي د ايران حکومت او خلکو ته سلامونه او نيکې هيلې څرګندې کړلې او دې ته يې اشاره وکړه، چين او ايران دواړه د لرغوني تاريخ لرونکی هېوادونه دي او عنعنوي دوستي لري. اوس د دواړو خواوو اړيکې د پرمختګ له نوي فرصت سره مخ دی، چين غواړي له ايران سره همکاري لا نوره پياوړې کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |