د سين هوا اژانس د خبر له مخې، ايران ته د رئيس شي جين پينګ تر رسمي سفر مخکې،د چين او ايران د خبري رسنيو غونډه د جنورۍ په دوه ويشتمه نېټه د ايران په پلازمينه تهران کې جوړه شوه. د دواړو خواوو څه دپاسه دېرشو خبري رسنيو پکې ګډون وکړ.
د چين د دولتي شورا د اطلاعاتو دفتر منشي جيانګ جيان ګوه په دې غونډه کې د دواړو خواوو خبري رسنيو د همکارۍ په اړه درې هيلې وښودلې چې لومړۍ، د چين او ايران خبري رسنۍ به ايران ته د رئيس شي د رسمي سفر په اړه د اړوندو خبرونو د خپرولو په اړه په ګډه کوښښونه کوي. دوهم، د چين او ايران خبري رسنۍ به د دواړو هېوادونو تر منځ د کولتوري تبادلې لپاره د پل رول ولوبوي. درېيم، د دواړو خواوو د خبري رسنيو تر منځ همکاري به لا نوره پياوړې کوي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |