CRI Online

له شينجيانګ څخه جنوب ختيځې اسيا ته لومړۍ هوايي کرښه پرانيستل شوه

cri     (GMT+08:00) 2016-01-25 14:21:14

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، خبريال د ارومچي ښار د دي وه باو له هوايي ډګر څخه خبر اخيستی چې له شينجيانګ څخه جنوب ختيځې اسيا ته لومړۍ هوايي کرښه يعنې له ارومچي ښار څخه د تايلند پلازمينې بنکاک ته هوايي کرښه څو ورځې مخکې پرانيستل شوې ده. دا د ارومچي ښار نولسمه هوايي کرښه ده.

د ارومچي او بنکاک تر منځ ياده هوايي کرښه ٤٣٨٥ کيلومتره اوږدوالی لري او مزل يې شپږ ساعت پنځه دقيقی دی. د دې هوايي کرښې په پرانيستلو سره د ارومچي مسافرين بنکاک ته د تللو لپاره مزل يې لږ تر لږه درې ساعته کمېږي. اوس مسافرين د ارومچي ښار له لارې د لوېديځې اسيا، اروپا، شمال ختيځې اسيا او جنوب ختيځې اسيا ١٤ هېوادونو ته مستقيم سفر کولی شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای