CRI Online

د مسټورا او د سوريې د مخالفو ډلو استازو ترمنځ د لومړي ځل خبرې اترې ترسره شوې

cri     (GMT+08:00) 2016-02-02 14:20:20
ګرانو اوريدونکو، سلامونه! په ژنيو کې د سوريې سوله ييزې خبرې اترې څلورمې ورځې ته داخلې شوې، د جنورۍ د لومړۍ نېټې په مازديګر د م م ځانګړي استازي سټفن ډي مسټورا د سوريې د مخالفو ډلو له استازيو سره د لومړي ځل رسمي خبرې اترې وکړې . اوس مهرباني وکړئ په دې هکله د سي ار ای ځانګړی رپوټ واورئ!

له دې امله چې د جنورۍ په ٣١ مه نېټه مسټورا د سوريې د مخالفو ډلو له استازيو سره خبرې اترې ونه کړې، نو د مسټورا او د سوريې حکومت استازيو ترمنځ کتنه چې د ټاکلي پلان له مخې دې د فبرورۍ د لومړۍ نېټې په غرمه ترسره شوې وای لغوه شوه. په همدې ورځ د مازديګر په پنځو بجو مسټورا د ټاکلي پلان له مخې په اروپا کې د م م مقر کې د سوريې د مخالفو ډلو له استازو سره د لومړی ځل رسمي خبرې اترې وکړې او ورپسې يې خبري رسنيو ته وويل، چې دا د سوله ييزو خبرو اترو د رسمي پيل په معنا ده.

((موږ په رسمي توګه سوله ييزې خبرې اترې پيل کړې. د فبرورۍ د دوهمې نېټې په سهار به د سوريې حکومت له استازيو سره وګورو او په ماسپښين به د خبرو اترو له لوړپوړې کمېټې سره د اړوندو مسئلو په باب سلامشورې وکړو.))

مسټورا له سوريې څخه نړيوالې ملاتړي ډلې ته کومه چې د م م ، د امنيت شورا پنځو دايمي غړو هېوادونو ، اروپايي ټولنې، عرب ليګ، جرمني ، ايران او د سعودي عربستان په شمول يو شمېر عربي هېوادونو د استازيو لخوا جوړه شوې، ورياده کړه چې د سوريې د سوله ييزو خبرو اترو له پای ته رسيدو وروسته دې په سمدلاسه توګه په سوريه کې د اوربند د رامنځته کولو په موخه خپله ژمنه پوره کړي. ده وويل، چې سوريايان رښتينې اهميت لروونکې سوله ييزې خبرې اترې غواړي.

((سوريايان هيله لري چې له سوله ييزو خبرو اترو څخه د هېواد د حالاتو د ښه والي اميد وګوري، ترڅو خلک پدې باور ولري چې سوله ييزې خبرې اترې نه يوازې خبرې اترې دي، بلکې رښتينې اغېزې هم لري.))

په همدې ورځ د لومړيو رسمي خبرو اترو له پای ته رسيدو وروسته د مخالفو ډلو د خبرو اترو د لوړپوړې کمېټې وياند سليم وويل، چې دوی به د سوريې جګړې د ختمولو په موخه سياسي بهير کې ګډون وکړي، نوموړي دې ته اشاره وکړه چې هغه د مسټورا لخوا فعال سيګنال ترلاسه کړی دی. ده وويل:

(( موږ دلته د م م له ځانګړي استازي سره د م م د ٢٢٥٤ م پريکړه ليک په اړه بحث کوو ترڅو پر سوريې بنديزونه لغوه شي او د روسيې هوايي بريدونه هم پای مومي، زه پدې باور لرم چې پدې برخه کې مو فعال سيګنال ترلاسه کړی دی.

د سوريې د مخالفو ډلو پلاوي پر دې ټينګار وکړ، چې د بشري اړتياوو تر پوره کېدو وړاندې به دوی په رسمي توګه په سوله ييزو خبرو اترو کې ګډون ونه کړي. همدارنګه وياند سليم زياته کړه چې د خبرو اترو لوړپوړې کمېټه د هغو زياتو خبرو په تمه ده کوم چې د روانې مياشتې په دوهمه نېټه د مسټورا او د سوريې حکومتي پلاوي ترمنځ ترسره شوي دي.

د ای اف پي د خبر له مخې، په روانو خبرو اترو کې د مخالفو ډلو لومړي استازي يعنې د اسلامي پوځ ډلې مشر محمد الوش پر ځايي وخت د دوشنبې په شپه ژنيو ته ورسيد. الوش وويل، چې موږ د حل موندلو په موخه راغلی يو.

که څه هم تراوسه پورې معلومه نه ده چې د سوله ييزو خبرو اترو لومړی پړاو به تر څو ورځو پورې دوام ولري، خو مسټورا دا هيله وښوده چې د روانې مېاشتې له ١١ مې نېټې مخکې به يادې خبرې اترې رښتينې لاسته راوړنې ولري.

د سوريې جګړه په ٢٠١١ کال کې پيل شوه او تراوسه پورې د دغې جګړې له امله تر ٢٦٠٠٠٠ زيات کسان وژل شوي او څو مليون تنه نور بې کوره شوي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای