CRI Online

په شينجيانګ کې يوولسو مجرمينو ته د مجازاتو کمښت حکم صادر شو

cri     (GMT+08:00) 2016-02-03 09:51:57

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روانې مياشتې په لومړۍ نېټه د شينجيانګ په لومړي زندان کې د محمد توهتي او محمد روز په شمول هغو يوولسو تنو مجرمينو ته د مجازاتو د تخفيف حکم صادر شو کوم چې د دولت امنيت ته د خطر رسولو په جرم نيول شوي دي . د محکمې د څارنې له مخې دغو مجرمينو په خپلو جرمونو اعتراف کړی ، په جدي توګه يې د اړوندو قوانينو او د زندان لخوا د ټاکل شويو قاعدو مراعات کړی او د خپلو جرمونو د سمولو کړنې يې څرګندې کړې دي ، نو د يادو يوولسو تنو څخه اوو تنو ته له عمري بند څخه غيرابدي بند واورول شو او نورو څلورو تنو ته نيم کال بند کم شو چې له دوی څخه يو تن خوشی شو. د شينجيانګ د اويغوري قوم خپلواکې سيمې د عالي ولسي محکمې مشر مطالب عبور وويل چې له دغو يوولسو تنو مجرمينوڅخه ځينې يې له وطن څخه د بيلتون غوښتونکو ډلو او ځينې يې د ختيځ ترکستان د اسلامي غورځنګ په نوم د ترهګريزو سازمانونو مشران او ځينې نور يې د جولاي په پنځمه د ترهګريزې پېښې عمده طرح کوونکي وو چې دوي د دولت امنيت او د ټولنې ثبات او د وګړو سر و مال ته ډير ستر زيانونه رسولي دي . له وروستيو کلونو راهيسې د شينجيانګ په زندانونو کې بنديانو ته د قوانينو د مراعات کولو او د ژوند په برخه کې ګټور فعاليتونه ترسره شوي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای