CRI Online

د داعش پر ضد د مبارزې په اړه د وزيرانو په کچه د نړيوالې ټولنې غونډه په روم کې تر سره شوه.

cri     (GMT+08:00) 2016-02-03 16:13:08

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د داعش پرضد د مبارزې په اړه د وزيرانو په کچه د نړيوالې ټولنې غونده د فبرورۍ په ۲مه نېټه د ايټاليې په پلازمينه روم کې تر سره شوه. د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري او د ايټاليې د بهرنيو چارو او نړيوالو همکاريو وزير باولو ګينټيلوني په ګډه د دې غونډې مشري وکړه. د بريټانيې، جرمني، فرانسې، ترکيې، مصر او عراق په شمول د ۲۳ هېوادونو او د اروپايې ټولنې او م م استازو په دې غونډه کې ګډون کړی و.

ګډون کوونکو په ياده غونډه کې د داعش پر ضد د مبارزې په شمول د ځينو موضوعاتو په هکله بحثونه وکړل. دا د ٢٠١٥ کال په جنورۍ مياشت کې د دې ټولنې له جوړېدو راهيسې د دې ټولنې درېيمه غونډه ده.

وزير ګينټيلوني له دې غونډې وروسته په يوه خبري ناسته کې وويل، د دې ټولنې غړيو هېوادونو په عراق او سوريه کې د داعش له لاس څخه ډېرې سيمې بيا تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي. خو داعش لا هم د ليبيا او د صحرا په جنوب کې د افريقايي هېوادونو لپاره ګواښ بلل کېږي. نو غړي هېوادونه بايد د پوځي عملياتو او استخباراتي مالوماتو، اقتصاد او ډيپلوماتيکو لارو چارو په برخو کې خپلمنځي همکاري لا نوره پياوړې کړي. هغه وويل

(( د ٢٠١٥ کال په جون مياشت کې په پاريس کې د وزيرانو په کچه د دې ټولنې د دوهمې غونډې په نسبت، اوس زموږ په کنټرول کې د سيمو پراخوالی ډېر زيات شوی او په ځينو برخو کې حالات بدل شوي دي. زما په ياد کې د پاريس غونډې پر مهال، فضا د داعش د زياتو ګواښونو له منفي احساساتو څخه ډکه وه. ور پسې په څو مياشتو کې د ټولنې د شپېتو غړو هېوادونو په کوښښونو سره دغه حالت بدل شوی او اوس په عراق او سوريه کې د داعش تر کنترول لاندې د سيمو پراخوالی په جلا توګه څلوېښت او شل سلنه کم شوی دي. خو لا تر اوسه د برياليتوب وخت نه دی رسېدلی، موږ بايد د داعش پر ضد مبارزې لپاره کوښښونو ته دوام ورکړو. ))

وزير جان کيري وويل، سره له دې چې د پاريس له غونډې راهيسې د دې ټولنې په چوکاټ کې همکارۍ مرحله ييز برياليتوبونه تر لاسه کړي، خو د داعش پر ضد مبارزه يوه دايمي جګړه ده. د ده په اند، دغه ټولنه بايد له نړيوال پولي سيستم څخه د داعش د ايستلو لپاره هڅې وکړي، د دغې ډلې اقتصادي او مالي چارو بنسټيزو تاسيساتو او د انرژۍ چارو ته دې زيانونه ورسوي او د تاريخي اثارو قاچاق دې بند کړي، تر څو په ګرده نړۍ کې د دغې ډلې د پراخېدو پلان مخنيوی وشي. ده وويل

(( دا د ټولو لپاره يوه دايمي جګړه ده، موږ به په ګوټ ګوټ کې د داعش ميشت ځواکونه له منځه وړو او موږ به دغې موخې ته د رسېدلو لپاره ټولې سرچينې وکاروو او تر وسې پورې به کوښښ وکړو. ))

د ليبيا مسئلې په اړه، که څه هم بېلا بېلو هېوادونو پر دې ټينګار کړی چې بايد د ليبيا حکومت لخوا د دې هېواد د چارو په اړه پرېکړه وشي، خو د څېړونکو په اند، په بېړنۍ حالت کې به ځيني هېوادونه د ليبيا حکومت له اجازې پرته د دې هېواد په چارو کې لاسوهنه وکړي. د ايټاليې د بهرنيو چارو وزير ګينټيلوني په دې اړه وويل

(( د ليبيا مسئلې په اړه مهم ټکی دا دی چې سياسي بهير بايد روان وي او ليبيا بايد يو داسې حکومت جوړ کړي چې د دې هېواد بېلا بېلې خواوې پکې ګډون ولري. موږ هم د دې لپاره کوښښ کوو. بېلا بېل هېوادونه چمتو دي چې د ثبات او اقتصادي پرمختګ د عملي کېدو او د امنيت ساتلو په برخو کې له ليبيا سره مرستې وکړي.))

د وزيرانو په کچه دې غونډه کې ژمنه شوې چې د عراق له اوسني حکومت او د سوريې د نوې دورې له خبرو اترو څخه به پوره ملاتړ وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای