CRI Online

په ژنيو کې د سوريې سوله ييزې خبرې اترې وځنډېدې

cri     (GMT+08:00) 2016-02-04 17:01:49

ګرانو اوريدونکو، سلامونه! په دې تېرو وروستيو ورځو کې په ژنيو کې د سوريې سوله ييزې خبرې اترې روانې وې، خو لړۍ يې د فبرورۍ په درېيمه نېټه په ناڅاپي توګه بدله شوه، د سوريې مسئلې په اړه د م م ځانګړي استازي سټېفن ډمسټورا د همدې ورځې په شپه په ناڅاپي توګه د دغو خبرو اترو د ځنډېدو اعلان وکړ او ويې ويل چې د خبرو اترو نوی پړاو به د روانې مياشتې په ٢٥ مه نېټه بيا پيل شي. اوس مهرباني وکړئ په دې هکله د سي ار ای رپوټ واورئ!

د سوريې مسئلې په اړه د م م ځانګړي استازي ډمسټورا په همدې شپه له خبري رسنيو سره يوه لنډه کتنه وکړه او د کتنې په ترڅ کې يې د خبرو اترو د ځنډېدو اعلان وکړ ، ده وويل:

((له لومړۍ ورځې څخه مې دا روښانه کړې چې زه د خبرو اترو ليوالتيا نه لرم ، بلکې پايله غواړم. د م م سرمنشي هم همدغه خبره ويلې وه. سوريايان بشري حالاتو ته ډېره پاملرنه کوي، د دوی لپاره تفصلي نتيجه د خبرو اترو په پرتله مهمه ده. نو د خبرو اترو د ځنډېدو پريکړه مو وکړه. دا يوازې په لنډمهاله توګه وځنډېدې، دا د خبرو اترو د پای ته رسيدو او ناکامېدوپه معنا نه ده. ولی؟ ځکه دوی د همدې لپاره راغلی دی او دلته پاتې شوي دي،بلکې دواړو خواوو دغه هيله هم وښودله چې سياسي بهير دې پيل شي. ))

ډمسټورا پر دې ټينګار وکړ، چې که خبري اترې رښتينې او ګټوره نتيجه ونه لري، نو اهميت به ونه لري. ده وويل، په ژنيو کې روانې خبرې اترې د سوله ييزو خبرو اترو د پيل په معنا ده. د سوريې حکومت او مخالفينو خپل پلاوي ليږلي او خپل نظرونه يې وړاندې کړي دي، خو اوسمهال بايد زيات کارونه ترسره شي. د خبرو اترو د راتلونکي پړاو په اړه ډمسټورا وويل :

((موږ بايد پر دې پريکړه وکړو چې بې نتيجې غونډه بيا ترسره کړو او يا په دقت سره له خپلو ويل شويو خبرو سره رفتار وکړو. که خبرې اترې بيا پيل شي، نو موږ بايد د سوريې د راتلونکي، سياست، نوي اساسي قانون او نويو ټاکنو په هکله بحثونه وکړو، سوريايان د خبرو اترو رښتينې نتيجې ته سترګې په لار دي.))

تراوسه د سوريې مسئلې په اړه د م م ځانګړی استازی درې ځلې بدل شوی ، داسې ښکاري چې دغه دنده اسان کار نه دی. ډمسټورا په ژنيو کې د خبرو اترو لپاره ډېرې هڅې کړې دي. د روانو خبرو اترو د يادونې په هکله نوموړي وويل:

(( زه پرېشانه نه يم او نا هيلی هم نه يم،له اوږدې مودې راهيسې ما او م م دا درک کړی چې د پنځه کلنې جګړې او ډېرو ستونزو پر وړاندې موږ بايد په ټينګ هوډ سره کارونه پرمخ يوسو او فرصتونه ونيسو. موږ د خبرو اترو ناظم يو، نو بايد د خبرو اترو د نتيجې لپاره هڅې وکړو، که خبرې اترې ښه پايله ونه لري،نو مونږ بايد زيات کوششونه وکړو، دا همغه کار دی چې موږ يې اوس ترسره کوو.))

ورپسې د سوريې د مخالفينو پلاوي هم يوه مطبوعاتي غونډه ترسره کړه او په دې غونډه کې يې څرګنده کړه چې که د سوريې حکومت پوځي عمليات پای ته ونه رسوي او د هېواد بشري حالاتو کې ښه والی رانه شي، نو دوی به د خبرو اترو مېز ته ستانه نه شي.د سي ار ای د دغه رپوټ تر خپرېدو پورې د سوريې حکومتي پلاوي پدې هيڅ غبرګون نه دی ښودلی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای