CRI Online

په پاريس کې له سوريې سره د بشري مرستو په اړه غونډه ترسره شوه

cri     (GMT+08:00) 2016-02-05 14:09:50

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، پر ځايي وخت د فبرورۍ په څلورمه نېټه له سوريې سره د بشري مرستو په اړه غونډه په پاريس کې ترسره شوه،د دغې غونډې هدف له نړيوالې ټولنې څخه د سوريې بشري حالاتو ته د زياتو پاملرنو او مرستو غوښتنه ده. د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په دغه غونډه کې يوه وينا وکړه او ورپسې يې خبري رسنيو ته وويل، چې چين به د نړيوالې ټولنې لخوا د پاملرنې وړ مسئلو کې ګوښه پاتې نه شي، نوموړي پر دې هم ټينګار وکړ چې په سوريه کې د دايمي سولې رامنځته کول د بشري بحران د له منځه وړلو لپاره اصلي لاره ده. اوس مهرباني وکړئ پدې هکله د سي ار ای ځانګړی رپوټ واورئ!

تراوسه پورې په سوريه کې د جګړې له امله ٢٥٠٠٠٠ کسان وژل شوي، ٦٥٠٠٠٠٠ تنه بې کوره شوي، ٤٥٩٠٠٠٠ تنه ګاونډيو هېوادونو ته کډه شوي او ١٣٥٠٠٠٠٠ تنه نور بشري مرستو ته اړتيا لري...........په لندن کې له سوريې سره د بشري مرستو په اړه غونډه کې نوموړې يو لړ زړه لړزوونکې شمېرنې نه يوازې د غونډې په اعلانونو کې ليکل شوي، بلکې د ګډونوالو په ويناوو کې هم څوڅو ځلې يادې شوې دي چې پدې توګه زياتو خلکو د سوريې د کورنۍ اوږدې جګړې له امله د رامنځته شوي سخت بشري بحران په اړه معلومات ترلاسه کړي دي.

روانه غونډه د بريتانيې، جرمني، ناروې، کويټ او م م لخوا په ګډه ترسره شوه او په دې غونډه کې د څه باندې ٧٠ هېوادونو او سيمو او نړيوالو سازمانونو مشرانو ګډون درلود. له دې نه مخکې م م وړانديز کړی چې سږکال ٩ مليارډو امريکايي ډالرو مرستندويو پيسو ته اړتيا لري او د دغو پيسې له جملې څخه به ٧ مليارډه٧٣٠مليونه امريکايي ډالره له سوريې سره او ١ مليارډ ٢٣٠ مليونه امريکايي ډالره به له شاوخواوو سيمو سره د مرستو لپاره ولګول شي. په ٢٠١٥ کال کې م م وغوښتل چې د سوريې لپاره دې ٨ مليارډه ٤٠٠ مليونه امريکايي ډالره راغونډ شي، خو په پايله کې يوازې نيمه برخه پانګه راغونډه شوه.

په همدې ورځ د م م سرمنشي بانکي مون د خپلې وينا په ترڅ کې څو څو ځلې د سوريې حالاتو ته د زياتو پاملرنو غوښتنه وکړه او د سوريې اوسنی حالت يې دوزخ وباله، ده وويل:

((د سوريې د کډوالو ټولو کيمپونو ته تللی وم. د سوريې اوسنی حالت ډېر د اندېښنې وړ دي، د دوزخ په شان دی او د زړه چاودنې وړ دی.))

بانکي مون هيله وښوده چې د روانې غونډې له لارې دې د سوريې د بشري بحران د ارامولو لپاره پيسې راغونډې شي، له دغه هېواد سره دې يو دايمي مرستندويه ميکانيزم جوړ شي او د سوريايانو ژوند دې خوندي وساتل شي.

د چين د بهرنيو چارو وانګ يي په دغه غونډه کې پر دې ټينګار وکړ چې چين هيله لري چې دغه غونډه دې د سوريې د سولې او ثبات او د بشري حالاتو د ښه والي په موخه نوې هڅې وکړي. وانګ يي د غونډې له پای ته رسيدو وروسته د چين نړيوالې راډيو له خبريال سره په يوه مرکه کې وويل:

((پدې وروستيو ورځو کې له افريقا څخه په ليدنه بوخت وم، په دغه غونډه کې مې د ګډون لپاره د خپل سفر اجنډا بدله کړه،داسې ښکاري چې چين به د نړيوالې ټولنې لخوا د پاملرنې وړ مسئلو کې ګوښه پاتې نه شي. تراوسه چين سوريې ته ٩ ځلې بشري مرستې برابرې کړې دي. په روانه غونډه کې مې د چين حکومت په استازيتوب سوريې ته د خوراکي توکو د برابرولو ژمنه هم کړې، ترڅو پدې برخه کې د سوريايي کډوالو ستونزې حل شي.))

وانګ يي وويل، بهرنې مرستې يوازې په لنډمهالي توګه ستونزې حلولی شي، په سوريه کې د دايمي سولې رامنځته کول د بشري بحران د حل لپاره اصلي لاره ده. نو چين په ټينګه توګه د سياسي لارو چارو له لارې د سوريې مسئلې له حل وفصل څخه ملاتړ کوي . په ژنيو کې د سوريې د سوله ييزو خبرو اترو د ځنډېدو په اړه وانګ يي وويل:

(( د خبرو اترو له ځنډېدو څخه داسې ښکاري چې دا يوه پېچلې مسئله ده او د حل لپاره يې بايد پر سوله ييزو خبرو اترو ټينګار وشي، دا د خلکو ليوالتيا هم ده. چين د سوريې له حکومت او مخالفينو څخه غواړي چې د سوريايانو ګټو ته دې په درنه سترګه وګوري، د بېلابېلو ستونزو پر وړاندې دې په سوله ييزو خبرو اترو ټينګار وکړي او ژرترژره دې د خبرو اترو مېز ته ستانه شي.))

په همدې ورځ غونډه کې د بريتانيې لومړي وزير کاميرون، د جرمني صدراعظمې انګيلا مرکيل او د امريکا د بهرنيو چارو د وزير جان کيري په شمول يو شمېر نورو مشرانو هم د سوريې د بشري بحران د حل په اړه خپل وړانديزونه وړاندې کړل او له دې هېواد سره يې د مرستو ژمنې وکړې.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای