د سينهوا اژانس د خبر له مخې د افغانستان په جنوب ختيځ پکتيکا ولايت کې د يوې چاودنې له امله شپږ تنه ملکيان وژل شوي او نهه تنه نور ټپيان دي.
د دې ولايت د والي مرستيال عطاوالله فضلي وويل چې د همدې ورځې په ماسپښين د دې ولايت په يحيی خيلوسيمه کې يوه چاودنه وشوه چې مړه او ژوبل شوي کسان ټول ملکي وګړي دي.
هغه زياته کړه چې دا معلومه نه ده چې ايا دغه چاودنه ځانمرګی دی او که نه.اوس ځايي حکومت د دې چاودنې د لامل پلټنه کوي.
تر اوسه پورې هېچا يا کومې ډلې د دې چاودنې پړه پر غاړه نه ده اخيستې. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |