د سينهوا اژانس د خبر له مخې د پاکستان د نړيوال هوايي شرکت د کارکوونکو ګډې عملي کميټې د روانې مياشتې په نهمه نېټه اعلان وکړ چې د ياد شرکت د شخصي کېدو لپاره يې اعتصاب بند کړي.
د دې کميټې رئيس صوهل بلوچ په همدې ورځ وويل چې پاکستاني حکومت ور سره ابتدايي خبرې اترې وکړې او ژمنه يې وکړه چې تر خپلې وسې پورې د دې شرکت له کارکوونکو سره همکاري وکړي.
نوموړي وويل چې ګډه عملي کميټه به د يادې مسئلې د حل وفصل لپاره خپل استازی وليږي او د دې شرکت ټول کارکوونکي بايد د الوتنو د اعاده کېدو لپاره فعاله هڅه وکړي.د ياد شرکت وياند په همدې ورځ وويل چې د اعتصاب کړنو په بندولو سره د دې شرکت الوتنې بيا عادي شوې دي.غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |