CRI Online

وانګ يي له خپل روسي سيال سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2016-02-12 12:12:56
وانګ يي له خپل روسي سيال سره وکتل

د سي ار ای راډيو دخبر له مخې د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د روانې مياشتې په ١١ نېټه د المان په مونيخ کې له خپل روسي سيال شيرګی لاوروف سره وکتل.

وانګ يي وويل چې د سوريې مسئلې په اړه د نړيوال مرستندويه ګروپ د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې له ګډون څخه څرګنيږي چې چين د سوريې مسئلې سياسي حل و فصل ته په درنه سترګه ګوري او چين او روسيه غواړي د نړيوالو چارو په ډګر کې همکاري پياوړې کړي. سږ کال د چين د نيک ګاونډي د دوستانه همکارۍ تړون د لاسليکولو ١٥ کليزه ده او دواړه خواوې به د دغه فرصت له لارې عنعنوي دوستي ټينګه ، ستراتيژيک متقابل باور پياوړی او متقابل همکاري زياتې کړي. لاوروف وويل چې اوس نړيوال حالات له ډيرو بدلونونو سره مخامخ دي نو روسيه او چين بايد په فعاله توګه د نړيوالو چارو په حل وفصل کې ګډون وکړي او بايد د نړيوالو او سيمه ييزو تودو مسئلو په اړه تبادله او همکاري زياتې کړي.

_زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای