CRI Online

د م م د يونيسکو سازمان عمومي مديرې د م م د راتلونکی سرمنشي لپاره خپل نوم ثبت کړی دی

cri     (GMT+08:00) 2016-02-12 14:37:09
د م م د يونيسکو سازمان عمومي مديرې د م م د راتلونکی سرمنشي لپاره خپل نوم ثبت کړی دی

د سين هوا اژانس د خبر له مخې د م م د اسامبلې رئيس د وياند دفتر په ١١ نېټه وويل چې بلغاريا د يونيسکو سازمان اوسنی مديره ارينا بوکوا د م م د راتلونکي سرمنشي لپاره وړاندی کړی دی چې اوس پنځو کسانو خپل نومونه د دې لپاره ثبت کړي دي.

د م م د اسامبلې رئيس موګينس ليکيتوفت د امنيت شورا د روانې مياشتې نوبتي رئيس او په م م کې د ونزيورا استازي رافايل راميريز په ١١ نېټه په ګډه د م م غړيو هيوادونو ته په يو پيغام کې ياد معلومات څرګندکړی دی.

د م م اوسني سرمنشي بان کي مون ماموريت به د روان کال تر پايه پوری ختم شي.

_زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای