د سينهوا اژانس د خبر له مخې د جنوبي کوريا د خبري اژانس د خبر له مخې د شمالي کوريا د توغنديو له ګواښونو سره د مقابلې لپاره امريکا پرېکړه وکړه چې په جنوبي کوريا کې د پي اې سي -٣ ډول د پاتريوټ په نامه د توغنديو سيستم ځای پر ځای کيدنه زياته کړي.
په دې هېواد کې د امريکايي پوځ د قوماندانۍ څانګې په همدې ورځ وويل چې امريکا له جنوبي کوريا سره د نژدې همکارۍ له لارې په دې هېواد کې د توغنديو ضد ځواک زيات کړی دی.د ياد سيستم ځای پر ځای کيدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د بېړنيو تمرينونو په چوکاټ کې زيات شوي دي.غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |