د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا د استازو جرګې د روانې مياشتې په ١٢مه نېټه هغه قانوني لايحه تصويب کړه چې موخه يې پر شمالي کوريا د لاجدي بنديزونو لګول دي.تر اوسه پورې دغه لايحه د امريکا د مشرانو او استازو په جرګو کې تصويب شوې او ولسمشر باراک اوباما ته د لاسليک لپاره به وړاندې شي.
په همدې ورځ د امريکا د استازو په جرګه کې د څلور سوه او اته موافقو رايو او دوو مخالفو رايو سره ياده لايحه تصويب شوه چې له مخې به يې د امريکا ولسمشر د لويه پيمانه وژنکو وسلواو نورو وسلو،قميتي توليداتو او انټرنټي جرمونو او پر بشري حقونو د تېري په برخه کې پر شمالي کوريا بنديز ولګوي. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |