د سينهوا اژانس د خبر له مخې د المان په مونيچ کې د دوه پنځوسمې دورې امنيتي غونډه د روانې مياشتې په ١٢مه نېټه د المان په جنوب مونيخ ښار کې پيل شوه چې د روانې مياشتې په ١٤مه نېټه به پای ته ورسيږي.د دېرشو تنو دولتي او حکومتي مشرانو، د څه باندې اوياوو تنو د بهرنيو چارو وزيرانو او د دفاع وزيرانو په شمول شاوخوا شپږ سوه استازي به د اروپا د کډوالو بحران،د سوريې مسئلې،له ترهګرۍ سره د مقابلې، انټرنټي امنيت او ساري ناروغۍ په باب بحث وکړي.غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |