د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د روانې مياشتې په ١٢مه نېټه د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ ايي د المان په مونيخ کې د سوريې د نړيوالې ملاتړ کوونکې ډلې د بهرنيو چارو د وزيرانو په څلورمه غونډه کې تر ګډون وروسته خبريالانو ته وويل چې دغې غونډې د اوږدو بحثونو وروسته په همدې ورځ سهار وختي مثبت او اهميت لرونکی پرمختګونه موندلي دي. نو چين ور څخه خوښي څرګندوي.
هغه زياته کړه چې د دې ډلې د يوغړي په توګه به چين په فعاله توګه د سوريې په سوله ييز بهير کې ګډون وکړي او د دې مسئلې د حل وفصل لپاره به رغنده رول ولوبوي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |