CRI Online

په شينجيانګ کې به د زلزلې د وړاندوينې په پروژه کې به ١٥٠ مليونه يوانه لګول شي

cri     (GMT+08:00) 2016-02-22 14:54:14

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د شينجيانګ اويغور خپلواکې سيمې د زلزلې ادارې رئيس وانګ های تاو په دې وروستيو ورځو کې په يوه غونډه کې وويل، چې اوس په شينجيانګ کې د زلزلې د وړاندوينې پروژې د جوړولو مقدماتي چارې روانې دي او په راتلونکو څلورو کلونو کې به د زلزلې د وړاندوينې ٥٣٢ مرکزونه جوړ شوي او د جوړولو لپاره به يې څه باندې ١٥٠ مليونه ژن مين بي يوانه واچول شي.

وانګ های تاو وويل، چې دغه پروژه به د زلزلې وړاندوينې د خپرولو سرعت چټک کړي، د زلزلې پر وړاندې د مقابلې توان به پياوړی کړي او اړوند زيانونه او مرګ ژوبله به کمه کړي.

د چين حکومت په ٢٠٠٨ کال کې د سه چوان له سختې زلزلې وروسته د زلزلې د وړاندوينې پروژې د جوړولو پلان وکړ او د تېر کال د اګست په شلمه نېټه يې پد هېواد د شينجيانګ په شمول څلورو سيمو کې د دغې پروژې د جوړولو کار پيل کړ.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای