CRI Online

په شينجيانګ کې د مهمو پروژو د پانګونو ارزښت به له درې سوه مليارډو يوانو څخه واوړي

cri     (GMT+08:00) 2016-02-25 15:30:00

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، خبريال څو ورځې مخکې د شينجيانګ د اويغور خودمختارې سيمې د پرمختګ او اصلاحاتو له کميټې څخه خبر واخيست چې سږ کال شينجيانګ پلان لري چې څلور سوه او څلوېښت مهمې پروژې بشپړې کړي، د دغو پروژو د پانګونو عمومي ارزښت به له درې سوه مليارډو يوانو څخه واوړي.

سږ کال شينجيانګ به د اوبو لګولو، ترافيک، انرژۍ، د چاپيريال ساتنې، پټليو، هوايي ډګر، د برېښنا ليږلو په برخو کې يو لړ لويې پروژې طرحه کړي. ځکه چې شينجيانګ د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند په مرکزي سيمه کې واقع دی، شينجيانګ به د چين او اروپا تر منځ د پټليو د جوړونې پروژې، د کاشغر او هورغاس د اقتصادي انکشافې سيمو د جوړونې پروژې او د اروموچي د ګمرکي مالياتو د ساتنې سيمې د جوړونې پروژې ته لومړيتوب ورکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای