CRI Online

د دوو ملي جرګو د غونډو په بهر کې هغه کسان چې پر مټ سرې پټۍ تړي او سرې خولۍ په سر کوي

cri     (GMT+08:00) 2016-03-16 15:54:43

په بيجينګ کې د مارچ په مياشت کې هوا لږ څه سړه ده خو د ونو په خاښونو او څانګو کې شينوالی رامنځته شوی دی او دا د دې نښه ده چې پسرلی پېلېدونکی دی. په همدغه وخت کې د ١٢ مې دورې ملي ولسي کانګرس څلورمه اسامبله او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ١٢ مې ملي کميټې څلورمه اسامبله د پلان له مخې په بيجينګ کې ترسره کيږي. د دغو دوو غونډو پر مهال د بيجينګ په سړکونو او واټونو کې داسې کسان ليدل کيږي چې د امنيت څارنې لپاره خپلو اړوندو سيمو کې ګرځي چې پر مټ يی سرې پټۍ تړلي او سرې خولۍ يی په سر کړي دي. دوي داوطلبان دي چې د بيجينګ د اولمپيک لوبو، د کمونيست ګوند د ١٨ م کنفرانس ، د بيجينګ د ايپيک غونډې او د جاپان د تيري پرضد د جګړې د برياليتوب د ٧٠ مې کاليزې په موده کې يی د امنيت ساتلو لپاره ډير فعال رول لوبولی او د عامو وګړو لوړې ستاينې يی ترلاسه کړې دي. خلک دوي ته په مينې سره د چاو يانګ سيمې ولس ، د شي چنګ سيمې ماما او د فنګ تای سيمې نصيحت کوونکې ډلې وايي.

(اواز)

د لوګو اوسيدونکې سيمه چې د بيجينګ په شي جينګ شان سيمه کې پرته ده، په ٢٠٠٣ کال کې جوړ شوی او څه دپاسه ٦ کيلومتره پراخوالی لري. په دې سيمه کې نږدی سل زره ولس ژوند کوي چې په کې سمسور تجارتي ځايونه او کليوالې سيمې هم شامل دي. د بيجينګ په لويديځه سيمه کې ترټولو لوی کلی _يا من کو کلی هم په دی سيمه کې پروت دی. دغه راز امنيت د دغې سيمې پرمخ يوه مهمه برخه ده. ددغې سيمې د جوړيدو په وخت د امنيت ساتلو لپاره د داوطلبانو ګروپ جوړ شوی چې د دوطلبانو عمرونه کابو له ٣٠ نه تر ٧٥ کلنو پوری دی او له ټولګټو کارونو سره ډير شوق او ذوق لري. د لو ګو اوسيدونکي سيمې مرستيال دو لي مينګ وويل:

(لومړی اواز)

زموږ په اوسيدونکې سيمه کې د داوطلبانو ګروپ په ټوله شي جينګ شان سيمه کې ترټولو لوی دی. زموږ سيمه د شي جينګ شان مرکزي سيمه او ګډوډۍ سيمه هم ده چې امنيتي حالت پيچلي دي. د داوطلبانو ګروپ ډير ټينګ رول لوبوي. دا زموږ د ګوند يو دود هم دی چې نسل په نسل نن ورځ خوندي ساتل شوی دی. پخواني مشران زاړه شوي خو د دوي په جلبولو سره په دغه ګروپ کې لازيات وګړو ګډون کړی دی.

٦٤ کلن هه ژوي تو د لوګو اوسيدونکي سيمې د وو فان يوان يونټ اوسيدونکی دی چې سږ کال يی د دوو جرګو په موده کې د لومړي ځل لپاره د دوطلب په توګه برخه اخيستې ده. د بيجينګ د پسرلي په سر کې تودوخه د صفر درجې په شاوخوا ده او داوطلبان يو ځل بايد په بهر کې د دوو ساعتو لپاره ګزمه وکړي. خو کاکا هه ژوي تو دا رنګه وويل:

(دوهم اواز)

ما سږ کال د دوطلبانو په ګروپ کې ګډون کړی يعنی د دغو روانو جرګو په موده کې. زه د يو تقاعد شوی کارګر يا يو سپين ږيري په توګه د پلازمينې ، د ټولنې يا زموږ د متمدن پرمختګ لپاره ځيني وړوکی خدمتونه کوم. په لنډه خبره وايم چې ډير وياړم. که څه هم زه تقاعد شوی يم خو بايد ټولنې لپاره نورې چارې وکړم. کله چې نور کسان له ما نه پوښتنه کوي يا تا چيرته ولاړ شې؟ زه فکر کوم زه لاهم ارزښتونه له ځان سره لرم.

د کاکا هه په شان ورته اوسيدونکي ډير زيات دي مثلاً ميرمن جاو جينګ ژو . هغه د لوګو اوسيدونکي سيمې د جونګ شينګ يوان يونټ اوسيدونکې ده چې په ٢٠٠٩ کال کې تقاعده شوې او په هماغه کال کې يی د داوطلبانو په ګروپ کې ګډون وکړ. که څه هم په وروستيودوو کلونو کې يی کورنۍ دندې ډيرې زياتې شوې خو په تينګه سره يی د امنيت د داوطلبې په توګه کارونه ترسره کړي دي. ويل کيږي چې هر داوطلب د سيمې او پلازمينې د امنيت لپاره مهم رول لوبولی دی او لوبوي يی. د جونګ شينګ يوان يونټ د ګوند منشي ميرمن ليو شين جي وويل:

(درېيم اواز)

هر کال په تيره بيا د دوو جرګو په موده کې د دوطلبانو کارونه ډير دي چې يو کس ښايي شپږ ځلې دنده ترسره کړي. ميرمن جاو هيڅکله د خپلو شخصي چارو له امله د داوطلبۍ کار نه دی ځنډولی. دوي فکر کوي چې د بيجينګ او د ټولنې د يوې برخې په توګه يی پخوا په کاري ارګانونو کې خدمت کولو او اوس زموږ په اوسيدونکې سيمه کې خدمت کوي. دا د وياړ نه ډک کار دی.

اوس د امنيت څارنې ترڅنګ د دوطلبانو خدمتي چوکاټ پراخ شوی دی. دوي له ګاونډيو سره مرستې کوي، د ځايي وګړو نظريې راټولوي، خطرناک ټکي پيدا کوي، د وګړو ترمنځ شخړې حل کوي او د ټولنيزو نظمونو لارښوونه کوي. د لوګو اوسيدونکي سيمې د جامع ادارې دفتر مدير سونګ تای پينګ وويل:

(څلورم اواز)

د يا من کو اورګاډۍ په ځای کې داوطلبان هم شته دي. ځکه چې هلته د زده کوونکو او وګړو تګ راتګ هم زيات دي. څو کاله دمخه د اورګاډۍ د ترافيکي پېښو له امله د مرګ ژوبلې پېښې رامنځته شوې وې. له ٢٠١٠ کال وروسته د اورګاډۍ د داوطلبانو ګروپ ځانګړی شوی دی چې د سپين ږيرو داوطلبانوپه ګډون ځينو داوطلبان هره ورځ دوه دری ځلې ګزمې کوي. سره له دی چې ځيني يی د اووه اته کيلومترۍ ليری ځای کې اوسيږي يا باران او واوره اوريږي، د دوطلبانو کارونه هيڅکله نه دی درول شوی. د دوطلبانو ګروپ له جوړيدو وروسته د وګړو مرګ ژوبلې پېښو مخنيوی شوی دی.

اوس د لوګو په اوسيدونکي سيمه کې څه دپاسه ٢٢٠٠ کسانو د داوطلبانو په توګه خپل نومونه ثبت کړي دي کله چې مهم فعاليتونه ترسره کيږي په دې موده کې دوي د داوطلبۍ دنده ترسره کوي او پر مټ سرې پټۍ او سرې خولۍ په سر کوي او د ځايي سيمې د امنيت لپاره ګزمې کوي. په ټول بيجينګ کې د دغو دوطلبانو شمير يو مليون تنو ته رسيږي. د لوګو سيمې مرستيال مشر دو لي مينګ وويل:

(پنځم اواز)

پلازمينه دغه ځانګړتيا لري چې د لويو فعاليتونو په موده کې د چانګ ان واټ په دواړو غاړو او د اوسيدونکي سيمې په ګوټ ګوټ کې (سرې خولۍ او سرې پټۍ ) ليدل کيږي. دغه ګروپ يو قوی ګروپ هم دی. دغه روانې دوې جرګې د ١٣ پنځه کلن انکشافي پلان له جوړولو او نورو مهمو تدبيرونو سره تړاو لري چې د وګړو د ډيرې پاملرنې وړ دي. ويل کيږي چې داوطلبان يو قوی ديوال جوړوي چې په اثر يی د جرمونو او دوسيو شمير تر ډيرې اندازې پوری کم شوی دی. دوي په دې برمه کې هميشه ډير ښه رول لوبوي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای