د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په چين کې لومړنی معلوماتي پلاتفورم د مارچ په ١٦ مه نېټه د شينجيانګ په قومول سيمه کې جوړ شو.
په نوموړي معلوماتي پلاتفورم کې به په قومول سيمه کې د بيا کاريدونکو انرژيو برېښنا، حرارتي برېښنا او برقي شبکې د پروژو او د انرژيو تجهيزاتو د توليدي چارو په اړه معلومات راټول شي، ترڅو په دغه سيمه کې د انرژۍ وضعيت د څېړنې او د اړوندو پروژو د ادارې په برخه کې اړوندو ادارو او تصديو ته اسانتياوې برابرې شي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |