CRI Online

د چين د اروموچي او د المان د دويسبورګ تر منځ به دايمي کرښه پرانستل شي

cri     (GMT+08:00) 2016-03-18 09:06:33

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې د اروموچي د اقتصادي انکشافي سيمې او د المان د دويسبورګ بندر تر منځ د همکارۍ پروژې په اړه د تړون د لاسليکولو مراسم د مارچ په اوولسمه نېټه تر سره شول. د دې تړون سره سم، دواړه خواوې به د دوه سوه مليونو يوانو په ارزښت پانګونې سره د يادوو دوو ښارونو تر منځ دايمي کرښه خلاصه کړي.

د اروموچي د اقتصادي انکشافي سيمه پلان لري چې د شينجيانګ د دې سيمې د تاَسيساتو د جوړونې کار وهڅوي، د دويسبورګ د بندري چارو ډله په دې برخه کې د يادې سيمې ستراتيژيکه همکاره ده. د دويسبورګ د بندري چارو ډلې مشر ايريک ستارک وويل، د دواړو خواوو تر منځ همکاري د يوه کمربند او يوې لارې د اَبادولو پلان د پلي کېدو يوه برخه ده. په راتلونکې کې به د چين شينجيانګ او د اروپا د نورو بندرونو تر منځ اړيکې هم پياوړې شي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای