CRI Online

په شينجيانګ کې د لومړی ځل لپاره د قومي يووالی او ترقۍ تر نوم لاندې فعاليتونه پيل شول

cri     (GMT+08:00) 2016-03-30 09:54:19

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې د روانې مياشتې له ٢٨مې نېټې څخه تر ٢٩مې نيټې پورې د قومي يووالي او ترقۍ په هکله يوه غونډه کې ٢٧ تدبيرونه وړاندې کړي تر څو د بېلا بېلو قومي خلکو د پاملرنې وړ مسئلې حل شي. د بېلا بېلو قومي کدرونو روزل،په چيني او قومي ژبو د ښوونيزې سويې لوړول،د ځايي تصديو له خوا د لږه کيو ګومارل،د بېلا بېلو قومي کلتورونو ساتل او په قومي ژبه د کتابونو د ليکلو هڅول په دغو تدبيرونو کې شامل دي.

د شينجانګ د خودمختارې سيمې د ګوندي کميټې منشي جانګ چون شيان په دې غونډه کې وويل چې د قومي يووالی او ترقۍ په نامه د فعاليتونو تر سره کيدنه د يوې شتمنې ټولنې د کليدي پړاو د پيلولو،د شينجيانګ د ځايي سيمې د ثبات او دايمې امنيت د ساتلو لپاره يوه لازمه او اړينه غوښتنه ده.د خلکو د ژوند ښه والی د قومي کارونو مهم بنسټ دی او لومړۍ دنده هم ده.غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای