CRI Online

په شينجيانګ کې د موټرونو په وسيله نړيوال حمل و نقل پيل شوی

cri     (GMT+08:00) 2016-04-05 10:20:20

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د روسيې باروړونکي موټرونه په دې وروستيو کې د لومړي ځل لپاره د قزاقستان له لارې د شينجيانګ بکتو بندر ته رسيدلي.

د سږ کال په فبرورۍ کې د شينجيانګ د ټرافيک ادارې په اوروموچي کې د روسيې د فيډرالي ترانسپورټ له وزارت سره د يو زر اجازه نامو تبادله وکړه چې د دې اجازه نامو له مخې د چين او روسيې باروړونکي موټرونه د قزاقستان له لارې په مستقيمه توګه د يو بل هېوادونو ټاکلو سيمو ته تګ راتګ کولی شي.

دا لومړی ځل دی چې په شينجيانګ کې د موټرونو په وسيله نړيوال حمل و نقل پيل شوی. د روسيې او شيجيانګ ترمنځ سرحدي بندر شتون نلري، نو د دواړو خواوو ترمنځ حمل و نقل د قزاقستان له لارې کيږي، دغه راز د قزاقستان له لارې له شينجيانګ څخه د روسيې نوي سايبريا ته نړيوال حمل و نقل د چين او روسيې ترمنځ د سوداګرۍ د لا پياوړتيا لپاره مهم ارزښت لري.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای