CRI Online

چين به د روبوټونو چارو د دواملرونکي پرمختګ لپاره څو تدبيرونه غوره کړي

cri     (GMT+08:00) 2016-04-27 15:57:47

په دې وروستيو ورځو کې د چين د صنايعو او معلوماتي چارو وزارت،د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې او د ماليې وزارت سره په ګډه له ٢٠١٦ کال څخه تر ٢٠٢٠ کاله پورې د روبوټونو چارو پرمختيايي پلان خپور کړ. د اپريل په ٢٦مه نېټه د چين د صنايعو او معلوماتي چارو د وزارت مرستيال شين ګوو بين وويل چې دوی به له اړوندو څانګو سره د چين د روبوټونو جوړولو چارو د دواملرونکی پرمختګ لپاره څو مهم تدبيرونه ونيسي.

روبوټ نه يوازې د مخکنيو توليداتو د جوړولو کليدي تجهيزات دي بلکې د خلکو د ژوند د لارو چارو د ښه والي لپاره مهمې وسيلې هم دي.د روبوټ څېړنه ، ډيزاين او کارونه د يوه هېواد د علومو او تخنيکونو د نوښت او د عصري توليداتو د جوړولو سويې د ښودلو يوه مهمه نښه ده.په دې وروستيو کلونو کې د چين د روبوټونو جوړولو چارو چټک پرمختګ ساتلی دی. د يوې شمېرنې له مخې په ٢٠١٥ کال کې د چين د توليد شويو روبوټونو اندازه دوه دېرش زره نهه سوه او شپږ نوي وه چې دغه رقم د وړم کال په پرتله په سلو کې ٢١ اعشاريه ٧ زيات شوی دی.د چين د روبوټونو چارو د ټولنې د يوې شمېرنې له مخې په ٢٠١٥ کال کې د چين له خوا په خپله د توليداو پلورل شويو روبوټونو اندازه دوه ويشت زره دوه سوه اووه پنځوس وه. په عين وخت کې د علمي پلټنې ، د روغتيا مرکزونو،د ښوونې او ساعتېرۍ ،د کورنيو کارو او خدمتونو په برخو کې يو لړ روبوټونه توليد او وړاندې شوي دي.

که څه هم د دولتي تګلارو په رڼا کې د چين د روبوټونو چارو چټک پرمختګ موندلی دی، خو د چين د دې چارو د ټولنې مشر چو داو کوي وويل چې د چين د روبوټونو چارې ځينې نيمګړتياوې هم لري د بېلګي په توګه کليدي تخنيکونه پکې کم او پيمانې يې کوچنۍ دي.هغه وويل (اواز..........) لومړی د کليدي تخنيک په برخه کې يعنی د روبوټ د کنترولېدونکي سيستم په برخه کې له پرمختللو هېوادونو سره زمونږ واټن ډېر دي.په عين وخت کې د روبوټونو د کليدي سامان الاتو د جوړولو په برخه کې پرصادراتو تکيه کوو چې د جوړولو لګښت يې د روبوټونو د جوړولو په عمومي لګښت کې ډېره لويه برخه نيسي.

په دې اړه ياد پلان کې وړانديز وشو چې چين بايد د روبوټونو د کليدي برخو او د مخکښو توليداتو د څېړلو او جوړولو په برخو کې کوشش او ستر پرمختګ وکړي تر څو د روبوټونو کيفيت ،بازاري انډول او د سيالۍ توان تر زياتې اندازې پورې لوړ شوي دي.د چين د صنايعو او د معلوماتي کېدو چارو د وزارت مرستيال شين ګوو بين وويل چې اړوندې څانګې بايد تر هر څه لومړی د مهمو توليداتو د جوړولو د پرمختګ لپاره هڅه وکړي او د عصري توليداتو جوړولو او عصري خدمتونو وړاندې کولو په ساحو کې رامنځته شويو اړتياوو ته دې پاملرنه زياته کړي. دغه راز بايد د جراحۍ عملياتو د تر سره کولو او د عامه خدمتونو لپاره دې د روبوتونو تکنالوژۍ ته پرمختګ ور کړی شي.

په ياد پلان کې د روبوټونو چارو د پرمختګ پنځه کلنه موخه ټاکل شوې يعنې بايد د روبوټونو د چارو بشپړ سيستم جوړ شي.د ياد وزارت د تجهيزاتو چارو د څانګې مرستيال لي دونګ پينګ وويل (اواز..........) اړوندې څانګې بايد په فعاله توګه بېلا بېلو سيمو او تصديو ته لارښوونې ور کړي او له خپلو ځانګړتياوو سره سم علمي ميتودونو له مخې د روبوټ چارو ته پرمختګ ور کړي تر څو په مهمو سيمو او تصديو کې پيسې او سرچينې راغونډې شي.د دې ترڅنګ حکومت بايد لويو تصديو ته انکشاف او پرمختګ ور کړي تر څو د دوی لارښوونکی رول عملي شي.سربېره پردې د نوی ډول روبوټونو څېړنې او ديزاينونه دې پياوړی شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای