CRI Online

د طالبانو درې کسيز پلاوي له پاکستان څخه ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2016-04-27 16:38:19

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، افغان طالبانو د اپرېل په اوه ويشتمه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې د افغان طالبانو مشرانو له پاکستان څخه ليدنه وکړه. دواړو خواوو د افغانستان د پيچليو حالاتو د ښه والي او د زيات عمر لرونکو طالب بنديانو د خوشي کولو په اړه خبرې اترې وکړې.

د مالوماتو له مخې، يو درې کسيز پلاوی په پنځه ويشته نېټه له قطر څخه اَسلام اباد ته ورسېد او د پاکستان له اړوندو خواوو سره يې د سوله ييز ډيالوګ د تر سره کېدو شونتيا په اړه د نظريو تبادلې وکړې.

د ياد پلاوي يوه چارواکي خبريال ته وويل، په تيرو څو کلونو کې، افغانانو له ګاونډي هېواد پاکستان سره تجارتي اړيکې قطع کړي، د دواړو خواوو تر منځ سرحدي سيمه هم بنده شېه. ګڼ شمېر وګړي د سرحدي کشالو له امله بل ځای ته کډه شوي دي. دا د دواړو خواوو لپاره ګټوره نه ده. نو موږ پرېکړه وکړه چې د يادو ستونزو د ليرې کولو لپاره اَسلام اباد ته لوړ پوړی پلاوی وليږو. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای